ستاسې نظرونه او وړانديزونه

 
A. Rahim
روهي ویب پانه په ریښتیا هم د نورو ویب پاڼو په پرتله ښه لیکوالان لری زه تری خپله ډیر مستفید شوی یم ، وروستي او بشپړ خبرونه وړاندې کوی خو یو وړاندیز لرم چي د فرهاد دریا غوندی نا اهله او بی مروته سړي په مطرح کولو خپله ویب پاڼه مه چټلوئ.
arahimmakhdoom@gmail.com
A. Rahim
روهي ویب پانه په ریښتیا هم د نورو ویب پاڼو په پرتله ښه لیوالان لری زه تری خپله ډیر مستفید شوی یم ، وروستی او بشپړ خبرونه وړاند کوی خو یو وړاندیز لرم چي د فرهاد دریا غوندی نا اهله او بی مروته سړي په مطرح کولو خپله ویب پاڼه مه چټلوئ.
arahimmakhdoom@gmail.com
ظفرخان
له هر څه دمخه ټولو لوستونکوته سلامونه!! دغورځنګ دښکلی ويب پا ڼې په هغې برخه کې چې دنورو پښتو ويب پاڼو يښتو خبرونه نومېږي ديو خبرپه لټه کې وم چې دلته مې هم و نه لید دعادت له مخې هر سهار په سپرغۍ،غورځنګ،ټول افغان ،بېنوا، دعوت، پښتونخوا،روهي،لر اوبر،۲۴ساعت ويب پاڼو او سايټونوکې نوي خبرونه نوې ليکنې اولنډ په زړه پورې مطلبونه لټوم جې ځینې لولم اويايې په بل وخت کې د لوستلو له پاره پرنټوم، خو هغه د پام وړ خبر مې تر سترګونه شو هغه کوم خبرؤ؟ دملي ټلوېزیون په لنډو خبرونو کې یې د محترم حامد کرزی د فرمان له مخې وویل: پياوړی لیکوال ، څېړونکی او فرهنګي زرين انځـــور دافغانستان د ملي راډیو ، ټلویزيون دلوی رئيس په توګه وټاکل شو . په دې وسیله تا سو هم خبروم څوک چې لا تراوسه خبر نه ؤ او نوموړي ته مبارکِي واِيم او بریا ليتوبونه يې غواړم والسلام.
zehtimam
zaar khan
سلامونه! سایت ښه مطلبونه لری او ډیره ګټه تری اخیستل کېږي وړاندیر دادی که دروهي صیب عکس چې زیات ژېړ اوسور دی اوپه هرڅل کتلو موږ خفه کوي دیربه ښه وي که د امکان په صورت کې بدل او ښه شي والسلام
zafar.ehtimam@mod.gov.af
طلحه ودان
دا ويب پاڼه په رښیا سره د ستاینې وړ ده. او د پښتو ژبې او پښتنو د خدمت یوه سر چينه ده. یو وړانیز مي درلود، هغه دا چي که د ایراني تاریخ تر څنګ په خپله ویب پاڼه کې میلادي تاریخ هم ورکړﺉ، نو ډیره به ښه وي. دا ځکه چي د نیول شوې پښتونخوا ډیر خلک له ایراني/افغاني تاریخ سره نااشنا دي او ډیر له ميلادي تاریخ څخه کار اخلي. مننه
yawpashtun@gmail.com
بسمل
دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې بېړنۍ غونډه ترسره شوه http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/12100 لکه څنګه چې دګران افغانستان دلوټ اوتالان لپاره بېړنۍ منډې رامنډې دوام لري همداسې موږ بهر مېشتي افغانان هم دخپل وجداني او ایماني مسؤلیت له مخې بېړنۍ غونډې کوو،د سر په بیه ولسونه خبروو، ذهنونه روښانه وو ترڅوخپل ولس هوښیاراوبیداروساتو د دې ترڅنګ له نړیوالوغاصبینوڅخه خپل مسلم حق غواړو ځکه خومو نن وروسته له ماسپښینه د دریو ګېنټو لپاره د یوې بېړنۍ غونډې په ترځ کې د هېواد په روانو ورځنیوناخوالو، دغلیم په مکر، رنګارنګ توطیو،دیوشمېر ګمارل شوواو پلورل شوو عناصرو بزدلانه کړنې تر بحث لاندې ونیوې اخېر په لاندې فیصلو باندې سلا شوو: ۱ــ موږ به په هیڅ حال دخپل ګران هېواد اوولس په اړوند له خپل همېشني دریځ څخه وا نه وړو. ۲ ــ موږ به د ګران افغانستان له مادي او معنوي شتمنیو څخه دخپلو سرونو په بیه ننګه وکړو . ۳ــ د افغانستان ټولې شتمنۍ یوازې په افغان ولس پورې اړه لري ځکه خو باید وروڼه قومونه دې ته وهڅوو چې په ګډه دملي یوالي او وروري په فضأ کې له خپلو شتمنیو څخه ساتنه وکړي ترڅوخپل کړېدلی هېواد بسیا کړای شو. ۴ ــ لکه څنګه چې د بایرن مېشتو افغانانودکولتوري ټولنې په استازیتوب مامحمدامین بسمل دجون په۱۷ مه نېټه په آزادي رادیو کې دګران افغانستان دطبعي زېرمو په اړوند اندېښنه وښوده داځل په مخامخ ډول د کابل له تش په نامه او بې وسه ادارې څخه جدي غوښتنه کووچې نورنودهېواد په سرنوشت لوبې ونه کړي کم له کمه دې دکانونو ماشوم ګوټی وزیرګی له بهرنیو سفرونو څخه راوګرزوي دا ځکه چې په اوسني کړکېچن حالت کې زموږ ترځمکې لاندې طبعي زېرمې مزایدې ته وړاندي کول یو ملي خیانت ګڼو او بس . ۵ ــ موږ دپردیسو افغانانوپه حیث له افغان مقاومت څخه هم جدي غوښتنه کوو چې دهر ناروا تړون په وړاندې خپل رسمي دریځ داعلامیو په ذریعه افغان ولس ته وړاندې اوله افغان ملي شتمنیو څخه په کلکه ننګه وکړي . ۶ ــ موږ په افغانستان کې دجغرافعوي ،عیني شرایطواوتوکمیز ماحول له مخې دپارلماني نظام مخالفت کوو ، والیانو ته دزیاتوصلاحیتونو مخالف یو، موږ د یو رښتیني ریاستي نظام غوښتونکي یو تر څو زموږ دهېواد ملي شتمني له لوټ او تالان څخه په امن وي . ۷ ــ موږ د تاریخي کندهار را روان عملیات وار د مخه محکوموو ، دا یوه داسې عام وژنه (ژنوساید)ګڼو چې جبران به یې ښکېلاکګر او ورسره یو ځای نور اشغالګر راکوي . ۸ ــ موږ له ټولوګرانوهېواد پالوویبپاڼو، ویبلاګ او نورو ټولو رسنیو چلوونکو څخه په کلکه هیله کوو چې ورلېږل شوي مطالب او لیکنې لمړی په ځیر سره له نظره تېرې بیا یې خپري کړي . یادونـــــــــــــــــــــــــه : یولعنتي او افغان دښمن عنصر زموږ خبرتیا د ټول افغان او روهي ویبپاڼو ته زما محمدامین بســمل په نوم ورلېږلې وه ، هلته یې په ډېره بې شرمي سره د رباب اوکباب تر څنګ د شرابو کلیمه هم لیکلې وه پرون چې زموږ خواخوږو له کویټې، پېښور ، ننګرهار، کندهار، پکتیا، کابل او نورو ځایونو څخه خبر راکړ نو مو دټول افغان او روهي ویبپاڼوقدرمنو چلوونکو ته شکایت وکړ هغوی دالیکنه سمه کړه اوس ددې په لټه کې دي چې دا دلستوڼي مار پیداکړي ځکه چې زموږ ملګري یې خورا په غوسه کړي دي دا افغان دښمن که یو دی خو زموږ د کولتوري ټولنې په لسګونو افغانان یې زخمي کړل دابه هریودخپل شخصیت داعادې حساب اوکتاب ورسره وکړي ځکه مو خپله نوبتي غونډه را مخ ته او په دې ترځ کې موهم له خپل ځان څخه دفاع وکړه او هم مود خپلو ملي ګټو او ملي ارمانونو شمعې یو ځل بیا روښانه او ستاسو درنو افغانانو حجرو ته دروړې . باید زیاته کړو چې دټول افغان مسؤل او پیاوړي خدمتګار چلوونکي ښاغلي شېرزاد کامه وال جدي پلټنه پیل کړې ترڅوداجعلکارپیداکړي چې بیاکوم بل پلورل شوی اولعنتي دګران افغان ولس په مینځ کې داسې توطیه ونه کړي همداراز د روهي ویبپاڼي چلوونکی ښاغلی ډاکترویال هم په دې لټه کې دی چې دا غدار پیدا کړي له دوی څخه مننه کوو او لا ډېره مننه خو له هغو خواخوږو لر ابرو افغانانو څخه کوو چې دتیلیفونونو او ایمیلونو په وسیله یې پرون موږ له دې جعل څخه خبر کړو او دا ډاډ یې هم راکړ چې له واره په دې جعل پوه شوي وو چې دا د دښمن دسیسه ده که نه چېرې بایرن مېشتي افغانان او چېرې دومره غیرمسؤلانه لیکنې ؟ دا باید هم زیاته کړو چې موږ ته تر اوسه پورې ځینې داسې مدارک په لاس راغلي چې په یوه تن پورې اړه لري کله چې یوڅه نورمدارک هم لاس ته راوړو بیا به دا مکار او غداردیوې حقوقي محاکمې په رسۍ وتړو له خیره سره اوس که هرڅومره له بدلو ایمیلونو څخه کار اخلي وادېخلي اخېر به په لاس راشي . په پای کې ټولودرنو لوستونکو او زموږ ټولو خواخوږو ملګرو ته دزړه له تله مباره کي وایو چې په جرمني کې دپردیسوبایرن مېشتوافغانانوکولتوري ټولنې دهېواد په دننه او بهر کې دومره محبوبیت پیدا کړی چې په نیمه شپه هم له لر اوبر څخه ورسره خواخوږي او ملګرتیا ښووله کیږي دا په دې ما نا چې دلوی خدای (ج) په فضل سره دغلیم کاړتوسو پخپله دغلیم کوپړۍ ورسوړې سوړې کړه . له عزتمنو لوستونکو څخه یوه جدي هیـــــــــــــــــــله : که په راتلونکي کې بیاهم دې پلورل شوي ګوډاګي زموږ د ټولنې او یا زما په نوم کوم داسې ناوړه څه ولیکل چې هغه زموږ له درانه افغاني دود او دوستورسره په ټکر کې وي دمهرباني له مخې په لاندې ایمیل پته خبر راکړئ : a.c.besmel@hotmail.de که غواړئ چې دطبعي زېرمو په اړوند زموږ غږیزه مرکه واورئ نو په دې لاندنیو پتوکې په لاوتسپېکر ګوته کښېکاږئ : http://talafghan.com/messegesandreports/dabayremesgtoafghananoghwanda=report.html http://www.salgay.com/Elan/Germany%20Bayran%20AFghan%20Community%200004.html په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنـــــــــــــه
a.c.besmel@hotmail.de
محمدامین بسمل
یو لعنتي او افغان دښمن عنصر زموږ دا پاس خبرتیاد ټول افغان او روهي ویبپاڼو ته زموږ په نوم ورلېږلې وه ، هلته یې په ډېره بې شرمي سره درباب اوکباب تر څنګ د شرابو کلیمه هم لیکلې وه پرون چې زموږ خواخوږو خبر راکړ نو مو دټول افغان او روهي ویبپاڼو چلوونکو ته شکایت وکړ هغوی دالیکنه سمه کړه اوس ددې په لټه کې دي چې دا دلستوڼي مار پیدا کړي په دې اړوند زموږ ملګري خورا په غوسه شوي او له همدې کبله نن یوه بېړنۍ غونډه لروچې مکمل خبر به یې وروسته خپور شي زموږ خبرتیا په لاندې ډول وه: په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې خبرتیا دجرمني په مونشن ښارکې دکولتوري ټولنولوی مرکز ( Eine Welt Haus) خپله لسمه کلیزه لمانځي زموږ کولتوري ټولنه له افغاني کولتوري ټولنو څخه یوازینۍ کولتوري ټولنه ده چې دنوموړي کولتوري لوی مرکز دغړیتوب ویاړ لري ځکه خودې لمانځنې ته وربلل شوي یو، له همدې کبله موږ دخپلې کولتوري ټولنې ټولو په تېره بیاهغودرنوغړو ته خبر او بلنه ورکووکوم چې په کار اوغریبي پسې د بایرن له آیالت څخه نورولرې پرتو سیمولکه فرانکفورت، همبورګ او نوروځایونو ته تللي دي . دیادې لسیزې لمانځنه په ۲۳ـ۰۶ـ۲۰۱۰زېږدیزکال ترسره کیږي په دې ورځ له ټولوبهرنیو کولتوري ټولنوڅخه صرف محدود شمېر کسان رابلل شوي خو دکولتوري ټولنو د لوی مرکز ( Eine Welt Haus) دلسمې کلیزي جشني مېله د۲۰۱۰ زېږدیز کال دجولای په دریمه نېټه ترسره کیږي موږ خپل ګڼ شمېر ملګري دجولای دریمې نېټې ته رابولو دامېله به له تالار څخه بهر په آزاده فضأ کې وي د رباب او کباب بند او بس هم شوی دی ځکه له خپلو ټولو ملګرو څخه هیله کوو چې مخکې له مخکې موږ ته له خپل راتګ څخه ډاډ راکړي ترڅو داړتیا په اندازه خوراکي توکي ورته برابر شي . دتیلیفون شمېره : ۰۱۷۳۴۷۰۸۳۸۸ ایمیل پته : a.c.besmel@hotmail.de یادونـــــــــــــــــــــــــــــــــــــه : دجشني مېلې نېټه دجولای اومه نه بلکې دجولای دریمه ده خوپه ځینوویبپاڼوکې دانېټه لا نه ده اصلاح شوې . دبایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنـــــــه
a.c.besmel@hotmail.de
فرقاني
دروهی ویپاڼې او قدرمنو لوستونکو ته سلامونه او نیکې هیلې : د پاڼې د چلونکو څخه په قدردانې سره یو وړاندیز د پاڼې لا ښتوب لپاره لرم که ممکنه وی د مطالبو په پای کې د تبصرو عنوانونه د ریسی پاڼې په یوه برخه کې ښکاره وی ، دا به د لوستونکو د پاڼې سره د تفاعل او ټړاو سبب شی . موفق او بریالی اوسی
forqani_604@hotmail.com
شمشاد سالارزی
سلامونه او احترامات د روهی ویبباڼی چلوونکو ته زه به همدومره ووایم چی ډیر ښکلی ویبپاڼه ده په زړه پوری مطالب لری او الله دی تاسو ته توفیق درکړی چی داسی ښکلی او په زړه پوری مطالب د پښتو او پښتنو لپاره وړاندی کوی هر یو ګام مو د پښتو لپاره دی الله دی توفیق درکړی چی پښتو همیشه سر لوړی وساتی / ستاسو کشر/ شمشاد سالارزی :www.okhka.blogfa.com
shamshad..salarzai@yahoo.com
محمدعلی عمری
ترهر څه وړاندې دروهي ویب سایت ټولو همکارانوته په ډیره مینه دزړه له کومي خپل سلامونه ډالۍ کوم واقعا چي روهي ویب سایټ دګرانې پښتو ژبې دپرمختګ دپاره ډیر څه کړي دي چي هیڅ وخت هم دهیرولو نه دي ډیر تازه او پر وخت خبرونه پکي نشریږي ډیر درڅخه خوشحال یو څښتن ج مو تل بریالي لره او بله دخوشحالۍ خبره البته زما دپاره داده چي ما اوریدلي وو چي ستر فیلسوف شاعر ارواښاد غني خان انځورګر هم دئ خو دهغه انځورګري مې نه وه لیدلې خو دا اوس چي مې په روهي ویب سایټ کښی د غني خان انځورګري ولیدله نو ډیر زیات خوشحاله شوم او ډیره مننه چي پر دیر ښه ځای مو دغه انځور ایښئ دئ او تر ټولو زیاته مننه له هدایت بنګش څخه کوم چي دغني خان مرحوم په لاس کښل شوئ انځوریي تاسو ته درلیږلئ له ده څخه داټینګه غوښتنه لرم ،که چیري دغني بابا نور انځورونه وي نو له روهي ویب سایټ څخه دې نه سپموي په غرنۍ پښتنه مینه محمدعلی عمری سهیلی پښتونخوا مسلم باغ omari.afghan@hotmail.com
omari.afghan@hotmail.com
محمدجان سروري
سلامونه او مينه ټولو يارانو ته دزړه له كومي او ورسته تر هغه زياته مننه له روهي ويب پاڼي په واقعت چي ښكلي او تازه معلومات پكي تر سترګو كيژي د لا برياو په تمه mjan_sarwary@yahoo.com
mjan_sarwary@yahoo.com
ويال
راته خورا قدرمنه وروره نوراني صيب، په دې هيله چې روغ جوړ به ياست. د سلام نه ورسته مو د ليك نه يوه نړۍ مننه. تاسې د پاڼې په هكله ويلي دي، موږ يوه عادي پاڼه په ۳۵۰ ډالره جوړوو. په درنښت ورور مو ويال
mdweyal@gmail.com
zahid
yawa khabara bala ham da, hagha da che pa rohi web pana ki (search) ham kar na kawi. hela da gham ye wakhri
zahid.jalaly@gmail.com
asad salarzai
سلام وړونو! د روحی ویب پاڼه ډيره ښکلې پاڼه ده . زه سالارزی ستاسی د ویب پاڼی څخه هره ورځ ليدنه كوم ډير ښه معلومات پكښي دي. ځه يو اصلاحي پيشنهاد لرم هغه دادي چي دا ويب پاڼه ډيره د څو ټوټو په شكل جوره شوي ده او داسي ښكاري لكه د يو جدول په شكل ز غوارم چي د ډيېزان په اره تجديد نظر وکری . خوشحاله اوسی . په درناوی
asad_salarzai@yahoo.com
نورانی
سلام وړونو! ډيره ښکلې پاڼه ده . يو پوښتنه که څوک ځانته پاڼه جوړه کړي نو ټول اجرت يې څومره روپۍ کيږي، نور څه خرچه لري که مهرباني وکړی يو مختصر معلومات پرېږدی . خوشحاله اوسی . په درناوی
norani@hotnail.com
د روهي ويب پاڼې اداره
قدرمن ورور انور ځاځی صيب زموږ تاوده سلامونه او نيکې هيلې ومنئ ، د ويب پاڼې په هکله ، ستاسو د نېک او هڅونکي نظر څخه ډېره مننه . ګرانه وروره څرنګه چې تاسې په مانچستر کې اوسيږئ په دې مانا ، چې په انګريزي پوهيږئ او هم پښتو ټايپ کولی شئ ، نو هيله ده زموږ نه يوازې ليدونکی پاتې شئ بلکې د ليکنو ، ژباړو او نورو ګټورو موضوعاتو په راليږلو سره زموږ پاڼه نوره هم غني کړئ . که چېرې ستاسو په ليکنو کې کومې تيروتنې وي ، نو موږ به يې انشاالله د ليرې کولو چارې هم تر سره کړو . خوشحاله او نيکمرغه اوسئ . د روهي ويب پاڼې اداره
mdweyal@gmail.com
anwar zazay
ماستاسو ويب پاڼی کي ډير ګټور مالومات باندي نظر ولګيده. تاسونه ډيره مننه کوم اوستاسو برياليتوب غواړم. anwar zazay manchester england
anwarzazay5@yahoo.com
khalid
سلام عليكم. څرنګه چې ستاسې فعاليت او د راپورونو وړاندې كولو انداز زما ډير زيات خوښ شو او تقريباً هر څو ساعته وروسته ستاسې بريښنا پاڼه لولم نو يو مشكل ته مې پام شو او هم مې زړه كې تېره شوه چې ولې نه زه هم د دې پاڼې په لا ښكلا كې برخه واخلم. كه چيرته تاسې د خبر ترڅنګ بيرغ لاندې د هغه هيواد نوم هم وليكۍ چې تاسې يې په اړه خبر خپروۍ نو د لوستونكو لپاره به ډيره اسانه وي او د بې ځايه حيرانتوب څخه به هم خلاص وي. لكه: په لومړي وزير بريد وشو. نو كه څوك د عراق بيرق نه پيژني وارخطا شي چې دا د كوم ځاي وزير دى. الله دې وكړي چې دا نيوكه تعميري وي. په مينه خالد
hatamkhalid@gmail.com
zahid jalaly
weyal seeb deera manana
zahid.jalaly@gmail.com
ويال
راته خورا قدرمنه وروره، په دې هيله چې روغ جوړ او تكړه به ياست، د سلام نه ورسته يوه نړۍ مننه د پوښتنې نه. د پښتو ژبې كوډ كه د ويب پاڼې د جوړولو لپاره وي ، نو بيا utf-8 دى، كه په وينډوز يا نورو پروگرامونو كې وي بيا، نو بيا PA دى. په درنښت
mdweyal@gmail.com
zahid jalaly
salam What is the country code for the Pashto language? Best regards,
zahid.jalaly@gmail.com
amanullah aman nuristani
دروهي ويبپاڼې درنوچلوونکوسلامونه! زه دپښتوشعرونوترڅنګ نورستاني شعرونه هم کله نا کله ليکم،آيا زه دا چانس لرم چې دنورستاني ژبې شعرونه ستاسې ويبپاڼې ته دروليږم اوتاسې يې ورته ځاى ورکړ‌‌‌ئ. په درنښت امان الله امان نورستانى
aman.nuristani@yahoo.com
تازه خان ويال
قدرمنه ډاکټر نيک محمد ويال صاحبه ! د غزل په خپرونی او د ايمېيل په راليږنی مو ډېر خوښ شوم . د ستر ملي ـ سياسي ـ ادبي متبحر شخصيت مرحوم استاد روهي صاحب د درنی افغاني دريځ لرونکې وېبپاڼی په لوړ ملي رسالت کې ، ستاسو په ستر وطني کار او ګټورو ملي هڅو کې ډېر ډېر پرلپسې برياليتوبونه درته غواړم . په درنښت تازه خان ويال
tazakhanwial@yahoo.co.uk
Hamid
د روهي ویبپاڼې درنو مسؤولینو! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته په پښتو ژبه د روهي په څیر څو نوري ویبپاڼې هم شته، خو ددې پاڼې ځانګړنه داده چې خبري څانګه یې شتمنه او ګړندۍ ده. یوه بله ځانګړنه یې د اونۍ څیره ده، چې په نورو پاڼو کې یې ساری نه لیدل کېږي، خو نیوکه پرې داده چې کله د اونۍ پر ځاي د میاشتې څیره شي. همدا نیوکه د ورځې په وجیزه هم ده.
almeeazniiu@gmail.com
محمدعلی عمری
ترهرڅه وړاندې د روهي ویب پاڼې درنو همکارانو درته په مینه سلامونه او نیکي هیلي ډالۍ کوم ستاسو ویب پاڼه ډیره ښکلې او په زړه پورې ده ښه دفایدې لیکني پکښې شته دي خو زما یې دغه یو چم او ډول نه دئ خوښ چي راسته او چپه لوري ته دومره فراخه ده چي بالا نو نه جوړیږي ٫ یعني په ډیر مشکل سره سړئ توانیږي څو ستاسو دویب پاڼې ټول مطالب وګوري هغه موس به سړئ یوځل ښۍ خواته بیایې بیا به ستاسو مطالب ګوري بیابه وروسته بیا دېته مجبوریږي څو موس بیرته پر هغه لاندې پټۍ باندې وګرځوي لنډه دا چي سړئ ډیر ورسره په تکلیف وي چي ستاسو په ویب پاڼه کې ګرځي غوښتنه مې دا ده چي داویب پاڼه که له یوې او بلې خواڅخه لږ رالنډه کړئ دابه ډیره ښه وي په غرنۍ پښتنه مینه محمدعلی عمری سهیلی پښتونخوا مسلم باغ
m.ali.umari@hotmail.com
جلال
د روهي ویبپانې چلونکو سلام او نېکې هېلې دالله له درباره ستاسې پاڼې ته بریا او پاېښت غواړم اوس ،چې ګورم روهي ویببانې په افغاني پاڼو کې جلا مقام لري ، خو دا یوه خبره مې زړه ته له ډيره پخوا لویدلې وه چې دخبرونو دکیفیت تر منځ واټن بیخي ډير دی ځینې وخت داسې ټاپ خبرونه وي ،چې په نورو رسنيو کې نه ترسترګو کېږي خو بعضي وخت بیا ډير بیکاره او بې ارزښته خبرونه هیله ده له دې وروسته دې خبرې ته پام وکړې او هغه خبرونه چې دحکومت لپاره کمپاین وي او له بده مرغه زما له معلوماتو له مخې اکثره ېې درواغ وي . تاسې باید اوس کیفیت ته پام وکړې نه کميت الله دې دومره سېک درکړي ،چې په دغه منډه کې ستړي نشي
sh_hameed@yahoo.com
ولي الله شاهين
دير شكلي تصوير ده ريشتيا هم ماشومان د ... جنك كي قرباني شوي او كيزي
shahine@aljazeera.net
اباسين ويالزى
راته خورا قدرمنه وروره اتل ستانكزيه، په دې هيله چې روغ جوړ به ياست، په پاڼه كې اوس RSS سيستم اوس كار كوي تاسې يې د پاڼې په لاندې برخه كې ليدلاى شى. په درنښت
mdweyal@gmail.com
ظريف الله فضلي
د روهي ويب پاڼې درنو چلوونكو سلامونه او نېكې هيلې: زه غواړم چې پښتو ژبې ته د خدمت په لړ كې كوم يو كتاب وژباړم. نو تاسو درنو څخه هليه كوم چې په دې اړه راته معلومات راكړى، چې كوم كتاب پښتو څخه انګليسي او انګليسي څخه پښتو ژبې ته وژباړم. په درناوي
zareef.fazli@yahoo.ccom
Atal Stanikzai
د روهی د بریالۍ وېیبپاڼې درنو همکارانو سلام مې ومنۍ. زما یو لنډ وړاندیز دی او هغه داچی د روهی ویبپاڼه د ټولو بریاوو په څنګ کې باید په RSS باندې هم سمباله شی. په RSS باندې د پاڼې سمبالید به په اوسنۍ نړی د انټرنیټ کې د هرډول کارونې او معلوماتو د شریکولو او خپرولو جوګه کړی. الله دې ټول بااحساسه پښتنو ټه بریالیتوب ورکړی چه ټولې پښتو ویبپاڼې لا هم نورې پرمختللکې کړی.
atal_stanikzai@yahoo.com
شيرشاه افريدى
د روهي ويب پاڼې كاركونكو ته سلامونه او ښې چارې د روهي پاڼه رېښتيا هم خښكې او پرمعلوماته پاڼه ده، په دې هيله چې پاڼه به مو په همدې ټول پرمختللې وي. په درناوى
mdweyal@gmail.com
مجيب الرحمان انګار (زمه وال)
روهي ويب پاڼه په رښتیا هم چې ښه پاڼه ده،ډېر داسې څه پکې ليدل کېږي چې په نورو پښتو ويب پاڼو کې نشته،دخبرونو برخه کې ښه چټکه ده،نورې برخې يې هم په زړه پورې دي؛خو يوه ستونزه پکې شته چې هغه د خبر له سرليک سره د متن يو څه برخه هم پر لومړۍ پاڼه کې راځي. دغه کار د لوستونکي لپاره يوډول ستومانوونکی يا دخوښې وړ نه وي،که دغه ټکي ته پام وشي او يواځې د خبر سرليک په لومړي مخ ښکاره شي لابه ښه وي. مجيب الرحمان انګار(زمه وال) د ټول افغان ټکي کام مرستيال
angaar3@yahoo.com
محمد نبي متونوال
د روهي ويب پاڼې چلونكو په لاسونو مو بركت شه داسې ښكلې او پرمعلوماته پاڼه مو جوړه كړې ده.
mdweyal@gmail.com
اباسين ويالزى
ټيست
mdweyal@gmail.com
 
كور پاڼه | زموږ خبره | استاد روهي | زموږ سره مو اړيكي
Copyright © www.rohi.af All rights reserved mailrohi@gmail.com 2006-2010 Designed by Rohi.af    обложки для документов    Аксессуары для сотовых телефонов оптом